د غزني د طالبانو حکومت والي عبدالصمد جاوېد د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د پلي کېدو په اړه غونډه کې ټولو اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې، چې د ځان وژنې کوونکو کسانو د جنازې او عامې فاتحې د مراسمو اجازه ورنه کړي.
هغه ویلي، چې هیڅوک باید د ځان وژنې کوونکي جنازه ونکړي.
په غونډه کې د ډاکټرانو د شفري نسخو د مخنیوي لپاره هم ولایتي کمېټه جوړه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت په کندهار او خوست کې ځینو خبریالانو ته ویلي، د ځان وژنې خبرونه دې نور نه خپروي.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د ځان وژنې پېښې زیاتره د اقتصادي ستونزو او ټولنیزو محدودیتونو له امله ډېرې شوې دي.

