چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeکورپاڼهد عمران خان زامن سکای نیوز ته:د پاکستاني ریاست لخوا مو پلار...

د عمران خان زامن سکای نیوز ته:د پاکستاني ریاست لخوا مو پلار په مرګونې کوټه کې ساتل کېږي

د پاکستان تحریک انصاف (PTI) د بنسټګر او پخواني لومړي وزیر عمران خان زامنو، قاسم او سلیمان خان، ویلي چې پاکستان ته د ویزو لپاره یې غوښتنلیکونه سپارلي او پلان لري د روان کال په جنورۍ میاشت کې پاکستان ته سفر وکړي، څو له خپل پلار سره وګوري.

قاسم خان دا څرګندونې د سکای نیوز له خبریالې یلدا حکیم سره په مرکه کې کړې دي.

هغه په مرکه کې د عمران خان د بند شرایط «غیرانساني» بللي او ویلي یې دي چې پلار یې د اډیاله زندان کې په داسې ځای کې ساتل کېږي چې د «مرګ له کوټې» سره ورته والی لري.

د عمران خان د کورنۍ او ګوند له‌خوا دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د محکمې له حکم سره سره د هغه د کورنۍ لیدنې لا هم محدودې دي.

دا څرګندونې همداراز په داسې مهال شوي چې د عمران خان خویندو د زندان مخې ته د لیدنې د نه‌اجازې پر ضد احتجاج کړی و، چې د امنیتي ځواکونو له لوري خور کړای شو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here