د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان زوی، قسیم خان، ادعا کوي چې پلار یې له تېرو شپږو اونیو راهیسې په انفرادي توقیف کې او د اعدام محکومانو په ځای کې ساتل کېږي.
قسیم خان په ایکس کې لیکلي، چې له ډېرو ورځو راهیسې د عمران خان د ژوند او روغ وضعیت هېڅ ډول نښه نه شته او نه هم کورنۍ ته د ملاقات یا تلیفوني اړیکې اجازه ورکول کېږي.
هغه ټینګار کړی چې د پاکستان حکومت په قانوني، اخلاقي او نړیواله کچه د عمران خان د امنیت بشپړ مسوولیت لري.
قسیم خان له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې د عمران خان د وضعیت په اړه مداخله وکړي او د نوموړي د خونديتوب لپاره دې جدي اقدامونه ترسره کړي.

