د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي ویلي، چې راتلونکې اوونۍ به د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو پر دوام د لوړې کچې ناسته وشي.
نوموړي ویلي، چې د شنبې ورځې ناستې کې دواړو لوریو د متقابل احترام په رڼا کې په پایداره ژمنو ټینګار کړی.
دا مذاکرات داسې مهال کېږي، چې نن د ایران په عباس بندر کې درنه اورلګېدنه رامنځته شوې چې ګڼ ځاني او مالي زیانونه یې اړولي.

