د هیواد د عصبي جراحیو متخصص ډاکتر خالد خان ځدراڼ له تیرې ورځې راهیسې د کابل په رفاه روغتیایي مرکز کې د سلګونو افغان ناروغانو وړیا درملنه کوي.
ښاغلي ځدراڼ حماسه میډیا ته وویل چې د دې ګام څخه یې موخه بې وزلو او د عصبي جراحیو ناروغانو سره مرسته ده.
ډاکتر خالد خان ځډراڼ یو له افغان ډاکترانو څخه دې چې په خپل مسلک کې یې د تخصص ترکچي زده کړې کړي.
نوموړي له تیرو دوو ورځو راهیسې نږدې د ۲۰۰ ناروغانو درملنه کړې او دا چاره یوه اونۍ نور هم دوام کوي.
ډاکتر ځدراڼ وایي، د چنګاښ میاشتې له ۲۹مې د زمري تر ۶مې هره ورځ د ماسپښین له دوو بجو د ماذیګر تر شپږو بجو د ناروغانو وړیا کتنه او درملنه کوي.
ډاکتر خالد خان ځدراڼ خپل فوق تخصص ( FCPS) له پاکستان څخه ترلاسه کړی او د امریکا د متحده ایالاتو د جراحي عصاب د سازمان غړیتوب هم لري.

