د عراق د پوځ ویاند ویلي، چې څو بېپیلوټه الوتکو د عراق پر یو شمېر پوځي اډو او نورو ځایونو بریدونه کړي، چې له امله یې د رادار سیستمونو ته جدي زیان اوښتی، خو تلفات نه دي رامنځته شوي.
ویاند زیاته کړې چې ټول هدف ګرځول شوي ځایونه د عراقي امنیتي ځواکونو اړوند وو او بېپیلوټه الوتکې راغورځول شوې دي.
په اعلامیه کې دغه بریدونه “جنایي کړنې” بلل شوي او ټینګار شوی چې دا بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي.

