جهادي مشر شیخ الحدیث والقران استاد عبدالرب رسول سیاف وایي، چې د طالبانو حکومت له لوري په جوړېدونکې لویه جرګه کې یوازې طالبان او د دوی پلويان راغوښتل کېږي.
هغه ویلي، دا چاره نه یوازې دا چې د ملت درد نشي دوا کولای؛ بلکې د دغې دودیزې لویې جرګې یو ډول سپکاوی او دې جرګې ته په کم نظر کتل هم بلل کېدی شي.
تر دې وړاندې یو شمېر راپورونه خپاره شوي، چې د طالبانو حکومت مشر شیخ هبتالله اخندزاده غواړي په هېواد کې یوه لویه جرګه راوبولي.

