پنجشنبه, مارچ 19, 2026
Homeافغانستاند طالبانو ستره محکمه:درې تنه په نیمروز او بادغیس کې سبا په...

د طالبانو ستره محکمه:درې تنه په نیمروز او بادغیس کې سبا په عام محضر کې اعداموو

د طالبانو حکومت د سترې محکمې ویاند، عبدالرحیم راشد ویلي چې سبا جمعه به درې تنه د قتل په تور په نیمروز او بادغیس ولایتونو کې اعدام شي.‌

طالب چارواکو له خلکو، دیني عالمانو او چارواکو غوښتي چې د اعدام د نندارې لپاره په زرنج او قلعه‌نو ښارونو کې راټول شي؛ خو ورته خبرداری ورکړل شوی چې له ځان سره وسله، سمارټ‌فون او د تصویر اخیستلو وسایل ور نه وړي.

د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي، یو تن به په زرنج کې د ورزشي لوبغالي په ساحه کې په علني ډول اعدام شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here