د روسیې له لوري د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې د خبر له خپرېدو وروسته، د افغانیو ارزښت د ډالرو پر وړاندې لوړ شوی دی.
د طالبانو حکومت تر واک لاندې د افغانستان بانک د نويو شمیرو له مخې، دا مهال یو امریکایي ډالر په ۶۹ افغانیو تبادله کېږي.
اقتصادي کارپوهان دا بدلون د بازار پر روانو سیاسي تحولاتو پورې تړلی بولي.
په ورته وخت کې، طالبانو حکومت د افغانیو د ثبات لپاره درې ورځې مخکې ۱۵ میلیونه ډالر لیلام کړي، څو د اسعارو بازار کنټرول کړي او د افغانیو ارزښت وساتي.

