پنجشنبه, مارچ 19, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت:پاکستان دې د افغان کډوالو سره روان تاوتریخوالی ژر تر...

د طالبانو حکومت:پاکستان دې د افغان کډوالو سره روان تاوتریخوالی ژر تر ژره پای ته ورسوي

د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې پاکستان کې د افغان کډوالو د مالونو لوټل غیر انساني او غیر اسلامي کړنه ده.

دوی ویلي، چې دا کار د ټولو نړیوالو بشري حقونو خلاف عمل دی.

اعلامیه کې له پاکستان غوښتل شوي، چې دا تاوتریخوالی او غیر انساني کړنه ژر تر ژره پای ته ورسوي.

اعلامیه زیاتوي، هیڅوک باید له افغان کډوالو څخه د سیاسي ابزارو په توګه کار وانخلي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د طالبانو د رییس الوزرا په مشرۍ ناسته کې هم له پاکستان غوښتل شوي، چې له دې کړنې لاس واخلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here