د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي، په ډیر شدت سره غواړي په ټول افغانستان کې د پولیسو یونیفورم اغوستل جبري کړي.
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د پولیسو د یونیفورم اغوستل په ټولنه کې د عامه نظم پر وړاندې مهم ګام بولي.
ښاغلي حقاني د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال صدر ابراهیم، محمد نبي عمري او نورو مسولینو ته دنده سپارلې چې په ټول هیواد کې د پولیسو یونیفورم جبري او ولایتي امنیتي مسولین او پولیس وهڅوي چې دا چاره عملي کړي.
د طالبانو د کورنیو چارو امنیتي مرستیال تازه زابل ولایت کې د پولیسو د یونیفورم په اهمیت او تطبیق ټینګار کړی او د دې ولایت له امنیتي مسولینو یې غوښتې چې په دې اړه د وزارت پریکړه په بیړه عملي کړي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یوې سرچینې حماسه میډیا ته وویل چې ښاغلی حقاني په کورنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو په ځانګړې ډول د پولیسو یونیفورم تطبیق کې ډیر جدی دی.

