د طالبانو مشر شیخ هبتالله اخوندزاده په خپل حکومت کې یو لړ بدلونونه رامنځته کړي.
د نوموړي د فرمان له مخې، د کندهار د ټولګټو چارو ریاست پخوانی مرستیال عبدالهادي یعقوب د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال، د بادغیس والي مولوي عبدالصمد د غزني د والي په توګه او د کورنیو چارو وزارت د اوپراسیون مرستیال ملا عزیز الرحمن د کندهار ولایت د ټولګټو چارو ریاست د رئیس په توګه ټاکل شوي دي.
د دغه فرمان له مخې، د یو شمېر قول اردو ګانو چارواکي هم تغییر او تبدیل شوي.
سره له دې چې خلک هر وخت د طالبانو پر حکومت نیوکه کوي چې کار اهل کار ته نه سپاري؛ خو په تازه ګمارنو کې یې هم لیدل کېږي چې مقرر شوي چارواکي ټول طالبان دي.

