یکشنبه, مارچ 15, 2026
Homeافغانستاند طالبانو د عامې روغتیا وزارت:د سرطاني ناروغانو لپاره ۲۰۰ بستریز روغتون...

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت:د سرطاني ناروغانو لپاره ۲۰۰ بستریز روغتون به ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وایي، په کابل کې د سرطان ناروغیو لومړنی ۲۰۰ بستریز روغتون به ډېر ژر فعاله شي.

د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې سرپرست وزیر نورجلال جلالي د دې روغتون د جوړېدو چارې له نږدې وکتلې.

ښاغلي جلالي ویلي، چې د روغتیا وزارت د سرطان د ناروغانو درملنې ته ځانګړې پاملرنه لري.

یاد وزارت دغه راز ویلي، چې ددې روغتون لپاره د پرمختللو طبي وسایلو برابرولو او د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو ځانګړي پلانونه په پام کې نیول شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here