جمعه, مارچ 20, 2026
Homeافغانستاند طالبانو د دفاع وزارت:د پاکستان دا ادعا بې بنسټه ده چې...

د طالبانو د دفاع وزارت:د پاکستان دا ادعا بې بنسټه ده چې ګواکې هند د افغانستان خاوره په نښه کړې

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت د پاکستان هغه اوازې رد کړې، چې ګواکې هند د افغانستان خاوره هم په نښه کړې.

د دغه وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ویلي، چې په دې اړه د پاکستاني چارواکو ادعا له حقیقت لرې ده.

تر دې وړاندې بیا هند هم دا ادعا بې اساسه او خندونکې بللې وه.

پاکستان ویلي وو، چې هند د افغانستان یو شمېر سیمې هم په نښه کړې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here