د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) هغې نیوکې ته غبرګون ښودلی چې د قصاص د سزا په اړه یې کړې وه او ویلي وه چې دغه شرعي حکم د ژوند د حق پر ضد عمل دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې پر شرعي احکامو نیوکه کول نامسوولانه، د یوناما د ماموریت خلاف او د زغم وړ نه ده.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د قصاص پریکړه د درېیو محاکمو له هر اړخیزو څېړنو وروسته کیږي او مجرم ته د دفاع حق هم ورکول کېږي.
دغې وزارت یوناما ته سپارښتنه کړې چې باید خپل ماموریت ته ژمن پاتې شي او د افغانستان د ارزښتونو او شرعي قوانینو درناوی وکړي.

