نن په کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ درې اړخیزه غونډه جوړه شوې.
دغه غونډه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په کوربه توب ترسره شوه، چې پکې د دواړو ګاونډیو هېوادونو لوړپوړو استازو ګډون کړی و.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په خپله ایکس پاڼه لیکلي، دا غونډه یوه مهمه موقع وه چې درې واړه هېوادونه پکې د اقتصادي او امنیتي همکاریو پر پراخېدو او د سیمې پر ثبات خبرې اترې وکړي.
صادق زیاتوي، دا ډول غونډې کولای شي د سیمې هېوادونه د ګډو اهدافو لپاره نږدې کړي، د اړیکو نوی باب پرانیزي او د ستونزو د حل لپاره همغږي رامنځته کړي.
د غونډې نور جزییات تر اوسه نهدي خپاره شوي.

