د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د عمان له زندانونو څخه شپږ افغان بندیان خوشې شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد وزارت ویلي، چې دا پرېکړه د عمان د پادشاه سلطان هیثم بن طارق آل سعید له خوا د کوچني اختر په مناسبت شوې وه.
خبرپاڼه زیاتوي چې د خوشې شویو بندیانو شمېر نهه و، چې له هغوی شپږ تنه ازاد شوي، او پاتې درې نور به هم ډېر ژر خوشې شي او افغانستان ته ستانه شي.
خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې دغه اقدام د دواړو هېوادونو د دوستانه اړیکو ښکارندوي کوي.

