د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ناروي پایتخت اسلو کې د افغانستان سفارت ته د لومړي سکرتر د معرفي کېدو خبر ورکړی.
د یاد وزارت د عامه اړیکو مسوول ویلي چې نجیب الله شیرخان د ناروې له لوري د افغانستان سفارت د لومړي سکرتر په توګه منل شوی دی.
نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې اسلو کې به د افغانستان د سفارت کونسلي خدمتونه د ۱۴۰۴ کال د وري له ۴مې یو ځل بیا پیل شي.

