پنجشنبه, مارچ 12, 2026
Homeافغانستاند طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت:د عبداللطیف منصور پر موټریز کاروان...

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت:د عبداللطیف منصور پر موټریز کاروان د برید خبرونه بې اساسه دي

د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت د یاد وزارت د سرپرست وزیر پر موټریز کاروان د برید په اړه خپاره شوي خبرونه بې اساسه وبلل.

یاد وزارت پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دا د مغرضو او پردي پالو رسنیو راپورونه دي.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې عبداللطیف منصور د کابل شاه او عروس بند له پرانېستې وروسته، روغ رمټ بېرته راستون شوی او په دې اړه خپاره شوي خبرونه بې اساسه دي.

تر دې وړاندې د مقاومت جبهې ویلي وو، چې یاد برید دوی ترسره کړی، چې په پایله کې یې د عبداللطیف منصور ساتونکی وژل شوی او یو شمېر مهم طالب چارواکي ټپیان شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here