د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت د راتلونکو ۳ ورځو لپاره د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د تېزو بارانونو او اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
یاد وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه ناڅاپي اورښتونو او سېلابونو د راوتلو ډېر اټکل د (پنج امو، شمال او کابل) سیندیزو حوزو کې شوی دی.
په دغه خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د سېلابونو او اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د (بدخشان، تخار، بغلان، بامیان، سمنګان، بلخ، سرپل، پنجشېر، غوربند، کونړ، لغمان، ننګرهار، کابل او لوګر) سيندونو پر لاره او ذکر شویو ځایونو په ځینې سېلبرونو کې شتون لري.

