دوشنبه, مارچ 30, 2026
Homeافغانستاند طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر:د ادارو فعالیتونه دې د اسلامي...

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر:د ادارو فعالیتونه دې د اسلامي ارزښتونو او د نظام د پالیسیو له مخې منعکس شي

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزیر شبیر احمد حقاني د مرکزي ادارو له ویاندویانو سره په ناسته کې ټینګار کړی چې د ادارو فعالیتونه باید په دقیقه، تحلیلي بڼه او د اسلامي ارزښتونو او د نظام له پالیسۍ سره سم منعکس شي.

نوموړي په دې ناسته کې له ویاندویانو غوښتي چې په یووالي سره د نشراتو په همغږۍ کې اغېزناک رول ولوبوي.

په ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین حيات‌الله مهاجر فراهي د منفي خبرونو له خپرېدو څخه خبرداری ورکړ، او ضیاءالحق حقمل د خلکو باور د اطلاعاتو رسولو تر ټولو لویه سرمایه وبلله.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here