شنبه, مارچ 28, 2026
Homeافغانستاند طالبانو دفاع وزارت:پاکستان په بې منطق او عجولانه اظهاراتو په خپلې...

د طالبانو دفاع وزارت:پاکستان په بې منطق او عجولانه اظهاراتو په خپلې امنیتي ناکامي پرده نشي اچولای

د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت د پاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندونې بې‌مسؤلیته او له منطق څخه لېرې بللې دي.

یاد وزارت دا غبرګون وروسته له هغې څرګند کړی چې د اسلام‌اباد په یوه جومات کې له خونړۍ پېښې وروسته، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په عاجل او غیرمسؤلانه ډول دغه پېښه افغانستان ته منسوبه کړه.

د ملي دفاع وزارت په وینا، که څه هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یادې پېښې غندنه کړې؛ خو بیا هم پاکستاني چارواکو د تېر په څېر یو ځل بیا له څېړنې پرته پر افغانستان تور پورې کړ.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د بلوچستان او نورو امنیتي پېښو په تړاو هم پاکستان تل په «پټو سترګو» افغانستان ته ګوته نیولې ده.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې پر افغانستان د دې ډول تورونو لګول هېڅ ډول منطق او بنسټ نه لري او دا ډول عجولانه څرګندونې نه شي کولای د پاکستان امنیتي ناکامۍ پټې کړي او نه هم شته ستونزې حلولای شي.

د ملي دفاع وزارت پوښتنه کړې، که د پاکستان امنیتي ادارې د پېښې له رامنځته کېدو وروسته په دومره چټکۍ سره د عاملینو د معلومولو ادعا کوي؛ نو ولې یې تر پېښې وړاندې د مخنیوي او شنډولو توان نه درلود؟

اعلامیه زیاتوي چې د افغانستان حکومت اسلامي ارزښتونو ته ژمن دی او هېڅکله د سیاسي موخو لپاره د بې‌ګناه انسانانو وژل او زورول نه توجیه کوي او نه هم د دا ډول کړنو د ترسره کوونکو ملاتړ کوي.

د ملي دفاع وزارت په پای کې له پاکستاني امنیتي مسؤلینو غوښتي چې د خپلې ناکامۍ د پټولو او د خلکو د ذهنونو د اړولو پر ځای خپل مسؤولیتونه په سمه توګه ترسره کړي، پر خپلو تګلارو بیاکتنه وکړي او د دې پر ځای چې خپل ولس او ګاونډیان له ځانه لرې او مخالف کړي، د مثبت تعامل او همکارۍ لاره خپله کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here