شنبه, فبروري 14, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت په کابینه کې بدلون؛محمد فاضل مظلوم د ټرانسپورټ او...

د طالبانو حکومت په کابینه کې بدلون؛محمد فاضل مظلوم د ټرانسپورټ او هوایي چلند د وزیر په توګه وټاکل شو

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، چې د شیخ هبت‌الله اخندزاده په حکم په کابینه کې نوې ټاکنې شوې دي.

د یاد حکم له مخې، د دفاع وزارت پخوانی لومړی مرستیال ملا محمد فاضل مظلوم د ټرانسپورت او هوايي چلند د وزیر په توګه ټاکل شوی دی.

همداراز، د ټرانسپورت او هوايي چلند پخوانی وزیر ملا حمیدالله اخندزاده د دفاع وزارت د لومړي مرستیال په توګه ګومارل شوی دی.

فطرت زیاته کړې چې دا بدلونونه د رهبرۍ د حکم پر بنسټ ترسره شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here