د طالبانو حکومت مشرتابه شیخ هبتالله اخندزاده په دې وروستیو کې د هغو کسانو د ملکیتونو د ارزونې موضوع، چې په هېواد کې حضور نه لري، پوځي محکمې ته سپارلې ده.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جرمني د دویچهوېله سره په یوه تازه مرکه کې ویلي، که ثابته شي چې د دغو ملکیتونو خاوندانو د نظام پر ضد فعالیتونه کړي وي او یا په تخریبي کړنو کې ښکېل وي؛ نو د هغوی شتمنۍ به تعلیق شي.
مجاهد زیاته کړې، په داسې مواردو کې به د دغو ملکیتونو عواید د مالکینو له واکه وایستل شي او د حکومت ځانګړو حسابونو ته به ولېږدول شي.
نوموړي ټینګار کړی چې دا بهیر به د «اسلامي امارت» د مشرتابه د پرېکړې او د رسمي قانوني ارزونو په چوکاټ کې ترسره شي.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې په افغانستان کې د ملکیتونو د حق، او د هغو شتمنیو د قانوني وضعیت په اړه حقوقي او اقتصادي بحثونه روان دي، چې خاوندان یې له هېواده بهر ژوند کوي یا په هېواد کې حضور نه لري.

