یکشنبه, مارچ 15, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت منیر اکرم ته:افغانستان کې ترهګرې ډلې نشته، خپلې کورنۍ...

د طالبانو حکومت منیر اکرم ته:افغانستان کې ترهګرې ډلې نشته، خپلې کورنۍ کشالې پرموږ مه تپئ

د طالبانو حکومت په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې ترهګرې ډلې افغانستان کې پټنځایونه لري.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دوی له واکمنېدو وروسته ټولې ترهګرې ډلې ختمې شوې او که افغانستان کې کومه امنیتي پېښه شوې وي؛ نو له پولې پورې غاړې څخه سرچینه اخلي.

اعلامیه کې سره له دې، چې د کوم هېواد نوم نه دی اخیستل شوی؛ خو ویل شوي چې یو شمېر هېوادونه د خپلو کورنیو ستونزو ملامتي پر دوی ور اچوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here