د طالبانو حکومت مشر شیخ هبتالله اخندزاده د لومړي ځل لپاره د کندهار یوه دولتي پوهنتون ته ورغلی او هلته یې له محصلینو او استادانو سره خبرې کړې دي.
د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې شیخ هبتالله د عصري او دیني زده کړو پر اهمیت ټینګار کړی او له محصلینو یې غوښتنه کړې چې د هېواد د خدمت لپاره کار وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، شیخ هبتالله اخندزاده استادانو او محصلینو ته د وینا پر مهال ویلي چې د عصري او دیني زده کړو ترمنځ واټن له منځه یوسئ او دواړه زده کړئ.
هغه زیاته کړې: «زه هیله لرم چې د دې هېواد د اتلانو او شهیدانو تاریخ ثبت کړئ او نړۍ ته یې وروپېژنئ. زموږ هېواد نن د دوی د قربانیو په برکت خپلواک دی. تاسو باید د زده کړو له لارې هېواد په نړیواله کچه سیال کړئ او بهرنیان دلته زده کړو ته وهڅوئ.»

