د طالبانو حکومت د مالیې وزارت اعلان کړی، چې له نن ورځې څخه وروسته به له پاکستان نه هېڅ ډول درمل هېواد ته نه واردېږي.
د طالبانو حکومت د مالیې وزارت د ویاند عبدالقیوم نصیر په وینا، دغه بندیز به د هېواد په ټولو ګمرکونو کې عملي کېږي او همدارنګه به د قاچاقي لارو له لارې د درملو او نورو توکو د انتقال مخه هم ونیول شي.
نصیر وویل: « که چا د قاچاق هڅه وکړه، نیول کېږي به، محکمې ته به وسپارل شي او قاچاق شوي توکي به له منځه یوړل شي.»
چارواکو سوداګرو ته هم لارښوونه کړې، چې پر پاکستاني درملو تکیه ونه کړي او د بدیلو سرچینو څخه درمل وارد کړي.
وزارت ویلي، په دې برخه کې سوداګرو ته ځانګړې اسانتیاوې هم برابرې شوې دي.

