د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دغه حکومت د رئيس الوزراء ملا محمد حسن اخوند او د مالیزیا د صدراعظم داتو محمد انور ابراهیم ترمنځ ټلیفوني تماس کې د سیمې پر امنیتي وضعیت خبرې شوې دي.
مجاهد ویلي، چې ملا حسن اخوند د امریکا او اسراییل پر وړاندې د سیمې د وروستیو کړکیچونو له امله اندېښنه څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې د «اسلامي امارت» موقف د تفاهم، مذاکراتو او ګډو همکاریو په اساس د ستونزو پر حل باور لري.
نوموړي همدارنګه یادونه کړې چې «اسلامي امارت» د پاکستان سره د تېرو دفاعي عملیاتو د توقف اقدام د سعودي عربستان، ترکيې او قطر د دولتونو په غوښتنه ترسره شوی و، ترڅو د نیک نیت څرګندونه وشي.
همدا رنګه، د مالیزیا صدراعظم هم د سیمې پر امنیتي وضعیت اندېښنه ښودلې او هیله یې څرګنده کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی لنډمهاله نه بلکې دوامداره شي او موجودې ستونزې د تفاهم له لارې حل شي.

