د طالبانو حکومت د ایران له حکومت څخه غوښتي، چې افغان کډوال په باعزته ډول راوباسي.
د طالبانو حکومت د ریاستالوزرا په اعلامیه کې ویل شوي، چې ایران د غیرقانوني مهاجرینو د ایستلو حق لري؛ خو باید دا پروسه تدریجي، باعزته او له بشري اصولو سره سم ترسره شي.
اعلامیه زیاتوي، مهاجرینو ته باید اجازه ورکړل شي خپلې شتمنۍ وطن ته انتقال کړي، حسابونه تنظیم کړي او د اخراج پرمهال لازمې اسانتیاوې ورته برابرې شي.
د طالبانو حکومت ټینګار کړی چې د مهاجرینو اخراج باید د دواړو ملتونو ترمنځ د کرکې لامل نه شي.

