جمعه, اپریل 10, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت:هرات کې پر ملکي خلکو برید...

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت:هرات کې پر ملکي خلکو برید کې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې نامعلومو وسله‌والو پر ملکي خلکو ډزې کړې دي.

د چارواکو په وینا، په دې برید کې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي، چې د ځینو ټپیانو حالت نازک ښودل شوی.

ویل کېږي برید کوونکي پر موټرسایکل سپاره وو.

ځايي سرچینې وايي چې دا پېښه د ده‌میري کلي کې د «سید محمد آقا» زیارت ته نږدې رامنځته شوې ده.

تر اوسه د دغه برید مسولیت چا نه دی منلی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here