د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د پکتیا په ډنډ پټان کې یې د پاکستان له لوري افغانستان ته د وسلو د قاچاق مخه نېولې ده.
د دوی په خبره، په دې وسلو کې ۳۴ تومانچې، څلور اېمفور، یو کرنکوف او څو نورې وسلې نیول شوې دي.
وزارت زیاتوي چې د وسلو قاچاق کوونکي تښتېدلي؛ خو د نیولو هڅې یې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ ټولې رسمي لارې تړل شوي او اړیکې سختې ترینګلې شوي دي.

