د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د اسد ۲۸مه د افغانستان د خپلواکۍ تاریخي ورځ ده او دوی په دې مناسبت د هېواد ټولو وګړو ته مبارکي ویلې ده.
د دغه وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ۱۰۶ کاله وړاندې د افغانستان مېړني ولسونو د انګلیسي ښکېلاک پر وړاندې په زړورتیا مبارزه وکړه او هېواد ته یې خپلواکي راوسته.
اعلامیه زیاتوي چې افغانانو تل پر خپلواکۍ، ملي ارزښتونو او پر جغرافیې د هر ډول یرغل او تجاوز پر وړاندې قاطع دریځ نیولی او نړۍ ته یې ثابته کړې چې دا خاوره د یرغلګرو هدیره ده.
د اعلامیې په دوام کې ویل شوي چې که څه هم وروسته بیا افغانستان د نورو یرغلونو ښکار شو؛ خو د افغان ولس، مجاهدینو او مبارزینو په قربانیو سره بیا هم د آزادۍ لمر راوخوت او هېواد له اشغال خلاص شو.

