د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي او کشفي ځواکونو یې د تورخم په دروازه کې له پاکستانه افغانستان ته د قاچاق کېدونکو وسلو او مهماتو یوه ستره جوپه کشف او ضبط کړې ده.
د وزارت د معلوماتو له مخې، دغه وسلې او مهمات د افغان کډوالو په دوو موټرو کې ځای پر ځای شوي وو چې د ځانګړو عملیاتو پر مهال ونیول شول.

چارواکي وايي، په نیول شویو توکو کې ۵۲۵ میله بېلابېل ډوله وسلې او مهمات شامل دي چې ۲۷ زره فایره مرمۍ، ۲۰۰ بنډله پرمیکاټ، لس میله امفور ټوپکونه، لس لېزرونه، لس دوربینونه، ۱۷ میله ټيټيکوف، یو میل کلاشینکوف او ۴۹۷ میله بېلابېل ډوله توفنګچې پکې شاملې دي.

د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، د دغو وسلو او مهماتو د لېږد په تړاو دوه تنه نیول شوي او دا مهال تر څېړنو لاندې دي.


