سه شنبه, مارچ 3, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت:د آمودریا له حوضې څخه...

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت:د آمودریا له حوضې څخه ۱۸ زره ټنه خام تیل پلورل شوي

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې د آمودریا د تیلو د حوضې له قشقرې سیمې څخه ۱۸ زره ټنه خام تیل پلورل شوي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، دا خام تیل د ۱۰.۵ میلیون ډالرو په ارزښت، چې شاوخوا ۷۰۰ میلیونه افغانۍ کیږي، خرڅ شوي دي.

چارواکي وایي چې له دې پلور څخه ترلاسه شوې عواید به د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې مرسته وکړي او د سیمې د استخراج او انرژۍ د پروژو د دوام ملاتړ به وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here