د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت وایي، چې د روانې زمري میاشتې له درېیمې تر نهمې نېټې پورې د هېواد له بېلابېلو بندرونو څخه د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۹۸ زره مټریک ټُنه توکي لېږدول شوي دي.
د یاد وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس، پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې له حیرتان بندر څخه څه باندې څلور شپېته زره ټنه، له اقینې بندر څخه شاوخوا یوسل او څلور دېرش زره ټنه، له تورغونډۍ بندر څخه نږدې یوسل او درې زره ټنه او د خواف–هرات اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې اووه نوي زره ټنه توکي انتقال شوي دي.
یاد وزارت وايي، د اوسپنې پټلۍ دا انتقالات نه یوازې اقتصادي پلوه مؤثر دي، بلکې د ترانسپورت په برخه کې د چټکتیا او خوندیتوب سبب هم ګرځي.

