پنجشنبه, مارچ 5, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت:د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات عادي...

د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت:د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات عادي روان دي

د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت وایي چې د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې د توکو د لېږد بهیر په عادي ډول روان دی او تر اوسه د انتقالاتو په برخه کې کوم خنډ نه دی رامنځته شوی.

یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د هېواد د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې د مالونو انتقالات منظم دوام لري.

د خبرپاڼې له مخې، د ۱۴۰۴ لمریز کال د کب له ۸مې نېټې څخه تر ۱۲مې پورې د اوسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۱۲۷ زره او ۶۵۰ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.

د وزارت په وینا، د رېل پټلۍ له لارې د توکو لېږد د سوداګرۍ د اسانتیا او اقتصادي فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره مهم رول لري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here