سه شنبه, مارچ 3, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزیر؛د علمي همکاریو لپاره ایران...

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزیر؛د علمي همکاریو لپاره ایران ته سفر کړی

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزیر، شیخ ندا محمد ندیم د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ایران ته سفر کړی.

د لوړو زده کړو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلی ندیم به په دې سفر کې د علمي همکاریو د پراختیا، د تجربو د تبادلې او د علمي اړیکو د ټینګښت لپاره له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې سفر کې به د ایران له څو پوهنتونونو څخه هم لیدنه وشي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here