د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی چې شیخ هبتالله اخندزاده د نوې ټکنالوژۍ او عصري زده کړو د لا پراختیا په موخه ۶۳۳ اداري او کادري بستونه منظور کړي دي.
د وزارت په وینا، دغه نوي بستونه د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا د نهمې او لسمې دورې له پرېکړو سره سم د هغو پوهنځیو او ماسټرۍ پروګرامونو لپاره ځانګړي شوي چې تازه رامنځته شوي دي.
یادو پروګرامونو کې کمپیوټر ساینس، انجنیري، مصنوعي ځیرکتیا او ریاضیات برخې شاملې دي.

اعلامیه زیاتوي چې د شیخ هبتالله د ځانګړي شفقت پر بنسټ په بدخشان او غزني پوهنتونونو کې منظور شوو طب پوهنځیو لپاره هم اړین اداري او کادري بستونه منظور شوي دي، څو دغه پوهنځي د بشپړ ظرفیت سره فعالیت پیل کړي.

