د طالبانو حکومت د عدلیې سرپرست وزیر عبدالحکیم شرعي د تقنیني برخې او یو شمېر نوروو مسوولینو سره په کتنه کې ویلي، چې د دوی دنده د شریعت پلي کول دي؛ نه د نړۍ خوشالول.
عبدالحکیم شرعي له ادارو غوښتي چې د قوانینو مسودې د ملا هبتالله د حکم د فرمان پر اساس جوړې او وروسته یې د مراحلو د طی کولو لپاره دوی ته وسپاري.
نوموړي ټینګار کړی، چې دوی باید د قوانینو په مسودو کې له خورا احتیاط کار واخلي.

