د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د دفتر د مقام عمومي رئیس، شیخ محمد طاهر حلیم، د سرطان د پوهاوي په یوه غونډه کې ویلي، چې هغه هېوادونه او ځواکونه چې په افغانستان کې یې کیمیاوي وسلې کارولې، باید د خپلو کړنو حساب ورکړي او د رامنځته شوو زیانونو تاوان ورکړي.
نوموړي وویل: «د تاوان ورکول یوازې اخلاقي مسوولیت نه دی، بلکې پر هغو اړخونو قانوني مکلفیت هم دی چې کیمیاوي وسلې یې کارولې دي.»
حلیم زیاته کړه، چې اوس مهال روغتیايي مرکزونو ته داسې ډېر ناروغان مراجعه کوي چې د بمبارۍ، باروتو، چاودېدونکو توکو او نورو جګړهییزو موادو له امله په سرطان اخته شوي دي.
د هغه په وینا، بهرنیو ځواکونو د افغانستان د جګړې پر مهال له هېڅ ډول وسلې ډډه نه ده کړې او د دې وسلو اوږدمهاله اغېزې اوس په تدریجي ډول د ولس پر روغتیا راڅرګندېږي.

