دوشنبه, مارچ 16, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت:افغانستان په تېر یو کال...

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت:افغانستان په تېر یو کال کې ۱۳.۹ میلیارد ډالره سوداګري کړې

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د ۲۰۲۵ کال په جریان کې د افغانستان سوداګریز فعالیت دوامداره پاتې شوی، چې ټولیز سوداګریز حجم یې ۱۳.۹ میلیاردو ډالرو ته ورسېده.

د یاد وزارت ویاند، عبدالسلام جواد ویلي، په دې کال کې صادرات ۱.۸۰۷ میلیارده ډالره ثبت شوي، په داسې حال کې چې واردات ۱۲.۱۲۵ میلیارده ډالره وو.

هغه زیاته کړې چې دا وده د هیواد د سوداګریزو فعالیتونو او تجارتي جریانونو دوام څرګندوي، سره له دې چې افغانستان د کال په اوږدو کې له اقتصادي او لوژستیکي ستونزو سره مخ و.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here