د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر نورالله جلالي وايي، چې سږکال په افغانستان کې د پولیو ۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
نوموړی وایي، که څه هم د پولیو واکسینو کمپاینونه روان دي، خو لا هم په ځینو سیمو کې کورنۍ له واکسین سره همکاري نه کوي او د شک له امله خپلو ماشومانو ته واکسین نه ورکوي.
جلالي ټینګار کړی چې «اسلامي امارت» د پولیو د له منځه وړلو لپاره قوي تعهد لري او زیاتوي چې د کور په کور د واکسین د بندیز له امله اوس واکسیناتوران ماشومانو ته په جوماتونو کې واکسین ورکوي.
د عامې روغتیا وزیر له رسنیو، عالمانو او قومي مشرانو غوښتي چې د پولیو د بشپړ له منځه وړلو په برخه کې د پوهاوي او ولسي همکارۍ کچه لوړه کړي.

