چهارشنبه, مارچ 11, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت د دفاع وزارت ویاند:په ننګرهار او کونړ کې پنځه...

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت ویاند:په ننګرهار او کونړ کې پنځه پاکستاني پوستې افغان ځواکونو ته په لاس ورغلي

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت ویاند راپور ورکړی چې د «اسلامي امارت» ځواکونو د پاکستاني پوځ د وروستیو اقداماتو په ځواب کې انتقامي عملیات پیل کړي دي.

د هغه په وینا، د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ په امتداد کې د ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته د پاکستاني ملېشو درې پوستې نیول شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ په امتداد کې هم د کرښې هاخوا دوه پوستې د طالب ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here