د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال صدیقالله نصرت وایي چې افغان ځواکونو د «ردالظلم» په نوم د غچاخیستونکو عملیاتو په دوام کې د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ د ډنګر لګډ په سیمه کې فرضي کرښې ته نږدې د پاکستان د پوځ یوه پوسته نیولې ده.
نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د عملیاتو پر مهال د مقابل لوري یو عراده ټانک هم له منځه وړل شوی دی.
تر اوسه د دې پېښې په اړه د پاکستان له لوري کوم رسمي غبرګون نه دی څرګند شوی.

