سه شنبه, مارچ 17, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت د دفاع وزارت:تېر یو کال کې مو له ۶۰۰...

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت:تېر یو کال کې مو له ۶۰۰ زیاتې امنیتي پوستې په سرحدي سیمو کې جوړې کړې

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت په خپل یو کلن راپور کې ویلي، چې په تېر میلادي کال کې د ډیورنډ د فرضي کرښې په اوږدو کې امنیتي تدابیر پراخ شوي دي.

د راپور پر بنسټ، وزارت له ۶۰۰ څخه زیاتې نوې امنیتي پوستې په معیاري ډول جوړې کړې او په همدې سیمو کې د پلان شويو سړکونو شاوخوا ۳۰ سلنه چارې بشپړې شوې دي.

د راپور له مخې، د یادې مودې پر مهال د امنیتي ځواکونو له لوري ګڼ شمېر وسلې، مهمات، پوځي تجهیزات، نشه‌يي توکي او الکولي مشروبات هم نیول شوي دي.

وزارت وایي، دا اقدامات د سرحدي امنیت د ټینګښت او د ناقانونه فعالیتونو د مخنیوي په موخه ترسره شوي دي.

په راپور کې همدارنګه راغلي چې د دفاع وزارت اړوندو قطعاتو په یو شمېر لرې پرتو سیمو کې د عامه سړکونو د جوړولو چارې هم عملي کړې، څو د امنیت ترڅنګ د خلکو د تګ راتګ ستونزې هم راکمې شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here