یکشنبه, مارچ 29, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت: د جمعې ورځ نږدې ۱۷۰۰ افغان کډوال بېرته هېواد...

د طالبانو حکومت: د جمعې ورځ نږدې ۱۷۰۰ افغان کډوال بېرته هېواد ته ستانه شوي

‏د طالبانو حکومت وایي، شاوخوا ۱۷۰۰ افغان کډوال د جمعې په ورځ له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

ویل شوي چې دغه کورنۍ د تورخم، سپین بولدک، پل ابریشم او اسلام‌قلعه له لارې هېواد ته داخل شوي او ورسره مرستندویه توکي هم وېشل شوي دي.

د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) اعلان کړی چې د ۲۰۲۳ د سپټمبر راهیسې تر اوسه له ایران او پاکستان څخه له څلور میلیونو ډېر افغانان بېرته راستانه شوي دي.

په ورته وخت کې یو شمېر کډوال شکایت کوي چې ورسره شوې مرستې کافي نه دي او له ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here