چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت:د ایران وارِش هوايي...

د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت:د ایران وارِش هوايي شرکت د تهران–کابل ترمنځ مستقیمې الوتنې پیلوي

د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت وایي، چې د ایران د وارِش هوايي شرکت اعلان کړی چې د تهران او کابل ترمنځ به خپلې الوتنې پیل کړي.

یاد وزارت ویلي، ټاکل شوې چې دغه هوايي شرکت به د روانې اوونۍ په ترڅ کې خپله لومړنۍ مستقیمه الوتنه له تهران څخه کابل ته ترسره کړي.

د وزارت په خبره، د وارِش هوايي شرکت د الوتنو په پیل سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سفر لپاره اسانتیاوې زیاتې شي او مسافرو ته به د تګ راتګ نوې لارې برابرې شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here