د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیر خان متقي د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر، شهزاده فیصل بن فرحان، سره په ټیلیفوني تماس کې د دواړو هېوادونو اړیکې، سیمهییز امنیت، او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو پېښېو په اړه خبرې کړي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزرات په وینا، متقي د سعودي عربستان د فعال ديپلوماتیک رول او د سیمهییز ثبات په برخه کې د هڅو قدرداني وکړ او ټینګار یې وکړ چې افغانستان خپل امنیتي تدابیر یوازې د دفاع او د وضعیت د مهارولو لپاره نیسي.
شهزاده فیصل بن فرحان د تاوتریخوالي د کمولو، د زغم د فضا د پیاوړتیا او د مسایلو د ډیپلوماتیک حل اهمیت یادونه کړې، او ډاډ یې ورکړی چې سعودي عربستان به د شخړو د اواري او ټیکاو هڅې دوامداره وساتي.

