د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې په نژدې راتلونکي کې به د آلمان په بن ښار کې د پاسپورټ چاپ حوزه، چې څلور کاله مخکې تړل شوې وه، بیا فعال شي.
د یاد وزارت مسوولینو نن د خپلو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې ویلي، چې له دې سره به په اروپایي هېوادونو کې میشتو افغانانو ته د پاسپورټ اړوند ستونزو ته ښه رسیدهګي وشي.
دوی دغه راز زیاته کړې، چې اوسنی ټول تمرکز یې په رسمیت پېژندنه ده.

