پنجشنبه, مارچ 26, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:نن کابل د ازبکستان-افغانستان-پاکستان د اورګاډي...

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:نن کابل د ازبکستان-افغانستان-پاکستان د اورګاډي د پروژې درې‌ اړخیزه غونډې کوربه‌توب کوي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نن په کابل کې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د درې‌ اړخیزې اورګاډي پروژې (UAP) غونډه جوړیږي.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې غونډه کې به د درې‌ واړو هېوادونو د اورګاډو ادارې هم برخه واخلي او د دې پروژې درې‌ اړخیز تړون به هم لاسلیک شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له لوړپوړي پلاوي سره کابل ته راغلی، څو له افغان چارواکو سره د همکارۍ پر پیاوړتیا خبرې وکړي.

UAP پروژه ازبکستان له پاکستان سره د افغانستان له لارې نښلوي، او هدف‌یې د منځنۍ آسیا د بندرونو سره وصلول دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here